5 هره دره به ډکه شى، هره غونډۍ او غر به هوار شى. کاږۀ به نېغ کړے شى، او ناهمواره لار به هواره کړے شى.
هره دره به ډکه شى، هره غونډۍ او غر به هوار شى. کاږۀ به نېغ کړے شى، او ناهمواره به هواره کړے شى.
زۀ به خپل ړاندۀ خلق روان کړم په هغه لار به يې بوځم چې هغوئ پرې هيڅکله سفر نۀ وى کړے. زۀ به د هغوئ وړاندې تيارۀ په رڼا بدله کړم او د هغوئ مخې ته هغه کندې کَپرې زمکه به هواره کړم. دا زما وعدې دى، او دا وعدې به زۀ پوره کړم.
زۀ به په خپله ستا نه وړاندې ځم، او غرونه به درته هوار کړم. زۀ به د زېړو دروازې راوغورزوم او د دې د اوسپنې سيخونه به ټوټې ټوټې کړم.
زۀ به په غرونو کښې يو لوئ سړک جوړ کړم او د خپلو خلقو دپاره به يوه لار جوړه کړم چې په هغې به مزل کوى.
په زمکه کښې ټولې ونې به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ لوړه ونه لاندې کوم او ټيټه ونه زۀ لوړه کړم. زۀ شنه ونه اوچوم او اوچه ونه زۀ تازه او شنه کوم. ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل او زۀ به داسې وکړم.“
نو غريب ورور دې په خپله اوچته مرتبه فخر وکړى،