4 څنګه چې د يشعياه نبى په صحيفه کښې ليکلے شوى دى چې، ”په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے چې، د مالِک خُدائ لاره جوړه کړئ او د هغۀ لارې نېغې کړئ.
مالِک خُدائ فرمائى، ”لار جوړه کړئ، لار جوړه کړئ. دا تياره کړئ او زما د خلقو د لارې نه هر خنډ لرې کړئ.
بهر لاړ شئ، د ښار دروازو نه بهر لاړ شئ. او چې کوم خلق واپس راځى نو د هغوئ دپاره يو سړک جوړ کړئ. يو لوئ سړک تيار کړئ، د دې نه کاڼى لرې کړئ. يوه جنډا ولګوئ چې قومونو ته پته لګى.
هغه به د پلارانو زړونه خپلو بچو ته مائل کړى، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، او د بچو زړونه به خپلو پلارانو طرف ته مائل کړى، هسې نه چې زۀ راشم او ستاسو په مُلک د ورانولو فېصله نازله کړم.“
دا هغه څوک دے چې د يشعياه نبى په وسيله يې ذکر شوے دے، يعنې، ”په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے چې د مالِک خُدائ لاره جوړه کړئ او د هغۀ لارې نېغې کړئ.“
په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے چې د مالِک خُدائ لاره جوړه کړئ او د هغۀ لارې نېغې کړئ.“
هغۀ ورته جواب ورکړو چې، ”زۀ په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز يم چې نعرې وهى، د مالِک لار نېغه کړئ، لکه چې يشعياه نبى فرمائيلى وُو.“
هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو چې ټول خلق د هغۀ د پېغام په وسيله ايمان راوړى.