Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 3:38 - Pakistani Yousafzai Pashto

38 زوئ د انوش، زوئ د شيث، زوئ د آدم چې د خُدائ پاک د طرف نه وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 3:38
11 Iomraidhean Croise  

بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او آدم يې ترې نه جوړ کړو. خُدائ پاک د هغۀ په سپېږمو کښې د ژوند ساه پو کړه او آدم ژوندے نفس جوړ شو.


د آدم او حوا يو بل زوئ وشو. هغې وفرمائيل، ”خُدائ پاک د هابيل په ځائ ما له يو زوئ راکړے دے، هغه هابيل کوم چې قائِن وژلے وو.“ نو په هغۀ يې شيث نوم کېښودو.


د شيث يو زوئ وشو چې په هغۀ يې انوش نوم کېښودو. نو د دې نه پس خلقو د مالِک خُدائ نوم په عبادت کښې اخستل شروع کړل.


خو اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ پلار يې. مونږ د خټې په شان يُو او تۀ د کُلال په شان يې. تا مونږ جوړ کړى يُو،


زوئ د مِتهوشله، زوئ د حنوک، زوئ د يارد، زوئ د مهلل‌ايل، زوئ د قينان،


عيسىٰ چې د روحُ القُدس نه معمور وو او د اُردن د سيند نه واپس شو نو روحُ القُدس هغه بيابان ته بوتلو،


هم دغه شان ليکلى دى، ”اول سړے، يعنې آدم ژوندے نفس جوړ شو، خو آخرى آدم ژوندون ورکوونکے روح جوړ شو.“


اولنے انسان يعنې آدم د خاورو نه جوړ شوے وو، او دوېم انسان آسمانى دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan