36 زوئ د قينان، زوئ د ارفکسد، زوئ د شيم، زوئ د نوح، زوئ د لمک،
کله چې آدم د يو سل دېرشو کالو وو، نو د هغۀ يو زوئ وشو چې د هغۀ په شان وو او شيث نوم يې پرې کېښودو.
نو نوح هم هغه شان وکړل چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو.
هم په هغه ورځ نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ درې زامن، شيم، حام او يافت او د هغوئ ښځې ټول کشتۍ ته وختل.
مالِک خُدائ هر ژوندے څيز د زمکې د مخ نه ورک کړو، بنى آدم، ځناور او مارغان. خو صِرف نوح او هغه ژوندى څيزونه چې د هغۀ سره په کشتۍ کښې وُو ژوندى پاتې شول.
نوح، د هغۀ بال بچ او هغه ټول ځناور کوم چې په کشتۍ کښې وُو د خُدائ پاک هېر نۀ وُو، هغۀ په زمکه هوا راوستله، نو اوبۀ په کمېدو شوې.
خُدائ پاک نوح او د هغۀ زامنو له برکت ورکړو او وې فرمائيل، ”آباد شئ او ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى.
د نوح زامن چې د کشتۍ نه کوز شول هغوئ شيم، حام او يافت وُو. (حام د کنعان پلار وو.)
آدم د شيث پلار وو، شيث د انوش پلار وو، انوش د قېنان پلار وو،
دا د شيم اولاد دے: عيلام، اسور، ارفکسد، لود او آرام. د آرام اولاد عُوض، حُول، جتر او مسک وُو.
کۀ چرې نوح، دانيال، او ايُوب درې واړه هم هلته اوسېدل، نو هغوئ به په خپل صداقت صرف خپل ځانونه بچ کړى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.
هغوئ تر هغې ورځې پورې خوړل څښل او ودونه يې کول ترڅو چې نوح خپلې کشتۍ ته ننوتو او سېلاب راغلو او هغوئ ټول يې غرق کړل.
زوئ د سروګ، زوئ د رعو، زوئ د فلج، زوئ د عِبر، زوئ د سِلح،
زوئ د مِتهوشله، زوئ د حنوک، زوئ د يارد، زوئ د مهللايل، زوئ د قينان،
د ايمان په وسيله نوح د هغه څيزونو په باب کښې چې تر هغه وخته په نظر نۀ راتلل، هدايت وموندو او د خپل خاندان د بچ کولو دپاره يې کِشتۍ جوړه کړه. هغۀ د خپل ايمان په وسيله ټوله دُنيا مجرمه کړه او د هغه صداقت وارث شو چې د ايمان په سبب وو.
دا هغه روحونه وُو چې په پخوا زمانه کښې نافرمانه وُو کله چې خُدائ پاک د نوح په زمانه کښې صبر او انتظار کولو چې کله هغۀ لا کشتۍ جوړوله نو چې په کښې اتۀ کسان د سېلاب نه بچ پاتې شول.
نو بيا هغۀ تېره شوې دُنيا پرې نۀ ښوده او په بېدينه خلقو يې سېلاب راوستو خو صرف د صداقت پېغمبر نوح او ورسره يې نور اووۀ کسان بچ کړل.