Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 3:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 هغه د اُردن په ټوله سيمه کښې ګېرچاپېره وګرځېدو او دا بيان يې کولو چې د توبې بپتسمه واخلئ او ستاسو ګناهونه به معاف شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 3:3
12 Iomraidhean Croise  

زۀ تاسو له د توبې دپاره په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې به زما نه وروستو راځى هغه زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د هغۀ د څپلو پورته کولو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو له په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.


او هغه به ډېر بنى اِسرائيل د مالِک خُدائ پاک لارې ته راواړوى.


او تۀ به د هغۀ خلق په دې پوهه کړې چې خلاصون د ګناهونو په معافۍ کښې دے.


عيسىٰ چې د روحُ القُدس نه معمور وو او د اُردن د سيند نه واپس شو نو روحُ القُدس هغه بيابان ته بوتلو،


دا ټولې خبرې د بيتِ‌عنياه په ښار کښې وشوې چې د اُردن بلې غاړې ته دے، چرته چې يحيىٰ بپتسمه ورکوله.


نو هغوئ يحيىٰ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه، تا سره چې د اُردن نه پورې غاړه کوم سړے وو د چا په حقله چې تا ګواهى کړې وه، هغه هم بپتسمه ورکوى، هر څوک ورته ورځى.“


يحيىٰ د عيسىٰ د راتلو نه وړاندې د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو ته بيان وکړو چې توبه ګار شئ او بپتسمه واخلئ.


پولوس ورته ووئيل چې، ”د يحيىٰ بپتسمه خو د توبې بپتسمه وه. هغۀ خلقو ته وئيل چې په هغه چا ايمان راوړئ څوک چې زما نه پس راتلونکے دے، او هغه عيسىٰ دے.“


نو اوس تۀ ولې سستى کوې؟ پاڅه بپتسمه واخله او د هغۀ د نوم په يادولو خپل ګناهونه پاک کړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan