23 څۀ وخت چې عيسىٰ خپل خِدمت شروع کړو نو تقريباً د دېرشو کالو وو او د خلقو په خيال دے د يوسف زوئ وو، زوئ د عيلى،
داؤد د دېرشو کالو وو چې هغه بادشاه شو او هغۀ څلوېښت کاله بادشاهى وکړه.
او د هغه ټولو سړو نومونه دې وليکلے شى چې د هغوئ عُمر د دېرشو کالو نه تر پنځوسو کالو پورې وى او چې د مالِک خُدائ د حضور په مقدسه خېمه کښې کار کولے شى.
د عيسىٰ مسيح نسبنامه، نسل د داؤد، نسل د اِبراهيم.
او يعقوب د يوسف پلار وو. يوسف د مريم خاوند وو چې عيسىٰ ترې پېدا شو څوک چې مسيح بللے کيږى.
او د يَسى نه داؤد بادشاه پېدا شو. داؤد د سليمان پلار وو، د هغۀ مور اول د اورِياه ښځه وه،
ولې دے د ترکاڼ زوئ نۀ دے؟ ولې د دۀ مور مريم نۀ ده او د دۀ وروڼه يعقوب، يوسف، شمعون او يهوداه نۀ دى څۀ؟
د هغې ورځې نه عيسىٰ دا بيان شروع کړو چې، ”توبه ګار شئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده.“
دا هغه ترکاڼ نۀ دے، د مريمې زوئ، د يعقوب، د يوسف، د يهوداه او د شمعون ورور نۀ دے څۀ؟ او ولې د دۀ خوېندې دلته مونږ سره نۀ دى؟“ دغه شان هغوئ دے قبول نۀ کړو.
مور پلار د هغۀ په ليدو حق حېران شول او د هغۀ مور ورته ووئيل چې، ”زويه. تا مونږ سره داسې ولې وکړل؟ ستا پلار او ما تۀ ډېر په فکرمندۍ سره لټولې.“
زوئ د ملياه، زوئ د مِناه، زوئ د متتاه، زوئ د ناتن، زوئ د داؤد،
هغوئ ټولو د هغۀ صِفت وکړو او د هغۀ د خولې نه د داسې برکتناک کلام په اورېدو حېران شول. هغوئ ووئيل چې، ”ولې دا د يوسف زوئ نۀ دے څۀ؟“
فيليپوس نتنىايل له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ هغه کس بياموندلو د چا ذکر چې د موسىٰ په شريعت کښې شوے دے او نبيانو کړے دے، چې هغه د ناصرت عيسىٰ د يوسف زوئ دے.“
هغوئ ووئيل، ”ولې دا عيسىٰ د يوسف زوئ نۀ دے چې مونږ يې مور او پلار پېژنو، نو بيا څنګه هغه وائى چې زۀ د آسمان نه راکوز شوے يم؟“
اے تيوفيلوسه، ما په خپل اول کِتاب کښې ټول هغه څۀ وليکل چې عيسىٰ د هغې په کولو او ښودلو شروع وکړه،