21 کله چې ټولو خلقو بپتسمه واخسته نو عيسىٰ هم بپتسمه واخسته، او چې دُعا يې کوله نو آسمان پرانستے شو،
په دېرشم کال د څلورمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ حزقىايل د جلاوطنو سره د کبار د سيند په غاړه ولاړ وم، نو ما آسمان کولاو وليدو او خُدائ پاک ما ته روياګانې وښودلې.
او چې خلق يې رُخصت کړل نو په خپله غرۀ ته لاړو چې يواځې دُعا وکړى او کله چې ماښام ناوخته شو، هغه هلته يواځې وو.
او هغه به د دُعا دپاره خوشى بيابان ته تلو.
يوه ورځ چې عيسىٰ يواځې دُعا کوله او د هغۀ مريدان هم حاضر وُو نو هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”خلق څۀ وائى چې زۀ څوک يم؟“
بيا هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ټولو ته رښتيا وايم چې تاسو به آسمان پرانستے ووينئ او په اِبن آدم به د خُدائ پاک د فرښتو بره ښکته تلل راتلل ووينئ.“
د يحيىٰ د بپتسمې نه تر هغه وخته پورې چې هغه زمونږ نه پورته کړے شو. نو چې مونږ څوک منتخب کړو هغه به مونږ سره د عيسىٰ د بيا ژوندى کېدو ګواه وى.“