20 خو د دې ټولو بدو کارونو دپاسه يې يحيىٰ ګرفتار کړو او په قېدخانه کښې يې واچولو.
منسى دومره ډېر بېګناه خلق قتل کړل چې د يروشلم د يو سر نه تر بل سر پورې وينې بهېدلې، د دې نه علاوه هغۀ د يهوداه خلق د بُت پرستۍ طرف ته بوتلل او هغوئ يې دې ته جوړ کړل چې د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى.
د هغه بېګناه خلقو د وينې په وجه چې هغۀ توئ کړې وه، نو مالِک خُدائ ځکه منسى نۀ شو معاف کولے.
خو هغوئ د خُدائ پاک په پېغام وړونکو پورې ټوقې وکړې، د هغوئ خبرو ته يې توجو ورنۀ کړه او د هغۀ په پېغمبرانو پورې يې خندا وکړه، تر دې پورې چې د مالِک خُدائ غصه د هغۀ د خلقو خِلاف دومره زياته شوه چې د هغې نه د خلاصون لار نۀ وه.
خو ستا خلقو سرکشى وکړه او ستا نافرمانى يې وکړه، هغوئ ستا قانون ته شا کړه. هغوئ به هغه پېغمبران وژل چې خبردارے يې ورکولو، کومو چې ورته فرمائيل چې تا ته واپس راوګرځى. هغوئ ستا خِلاف لويه ګستاخى کوله،
ما ستاسو خلقو ته بېفائدې سزا ورکړه، ځکه چې هغوئ زما اصلاح کول ونۀ منل. خو تاسو لکه د غړمبېدونکى زمرى په شان په خپلو نبيانو حمله وکړه او هغوئ مو قتل کړل.
هرکله چې عيسىٰ واورېدل چې يحيىٰ ګرفتار شوے دے نو هغه ګليل ته واپس راغلو.
دا د يحيىٰ د قېد کېدو نه وړاندې وُو.
ځکه چې هغوئ د مقدسينو او ستا د نبيانو وينې توئ کړې دى او تا هغوئ ته د څښلو دپاره وينې ورکړې، هغوئ د دې سزا لائق دى.“