14 سپاهيانو هم ترېنه دا تپوس وکړو چې، ”مونږ څۀ وکړو؟“ هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”د چا نه په زوره پېسې مۀ اخلئ او په چا د دروغو اِلزام مۀ لګوئ، په خپله تنخواه صبر کوئ.“
د چا خِلاف د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ.
د دروغو خبر مۀ خوروئ او د دروغو ګواهۍ په ذريعه د يو مجرم کس مدد مۀ کوئ.
غلا مۀ کوئ، دروغ مۀ وايئ او يو بل مۀ دوکه کوئ.
او کله چې عيسىٰ کفرنحُوم ښار ته وردننه شو نو يو رومى صوبه دار ورغلو او هغۀ ته يې مِنت وکړو او وئيل يې چې،
خو زکاۍ ودرېدو او مالِک ته يې ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم او کۀ ما له چا نه په دوکه باندې څۀ اخستى وى نو هغۀ له به يو په څلور واپس ورکړم.“
خلقو ترې تپوس وکړو، ”نو بيا مونږ څۀ وکړو؟“
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”ستاسو دپاره چې څۀ مقرر شوى دى د هغې نه زيات مۀ اخلئ.“
کله چې هغه فرښته چې دۀ سره يې خبرې وکړې رُخصت شوه، نو کورنيليوس خپل دوه نوکران او يو سپاهى چې دينداره سړے وو راوبلل کوم چې د هغۀ ذاتى خِدمتګار وو.
نو چې تاسو بېداغه او پاک شئ. او په بدو او بېلارې خلقو کښې د خُدائ پاک د معصوم بچو په شان اوسېږئ او په هغوئ کښې تاسو د آسمان د ستورو په شان وځلېږئ.
زۀ دا په دې وجه نۀ وايم چې زۀ محتاج يم، بلکې ما دا زده کړل چې څۀ چې ما سره دى په هغې راضى يم.
هم دغه شان زړو ښځو ته ووايئ چې حياداره دروند چال چلن دې کوى، هغوئ دې نۀ غېبت کوى او نۀ دې شرابى وى، هغوئ دې نورو ته د ښو خبرو تعليم ورکوى،
بيا ما په آسمان کښې يو اوچت آواز واورېدو چې داسې يې وئيل چې، ”اوس خلاصون، قُدرت او زمونږ د خُدائ پاک بادشاهى او د هغۀ د مسيح اختيار راغلے دے، ځکه چې زمونږ په وروڼو اِلزام لګوونکى چې شپه او ورځ زمونږ د خُدائ پاک په مخکښې په هغوئ اِلزام لګوى، نو هغه د آسمان نه سر د لاندې راغورزولے شوى دى.