13 هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”ستاسو دپاره چې څۀ مقرر شوى دى د هغې نه زيات مۀ اخلئ.“
د خُدائ په وړاندې زۀ بېداغه يم خپل ځان مې د ګناه نه بچ ساتلے دے.
هر هغه څوک چې په خپله ګناه باندې پرده اچوى نو دے به کامياب نۀ شى، خو هر هغه څوک چې د ګناه اعتراف وکړى او هغه بس کړى نو په هغۀ به رحم وشى.
هغۀ تاسو ته ووئيل، اے انسانه، چې ښېګړه څۀ ته وائى، او مالِک خُدائ درنه څۀ غواړى، يعنې چې اِنصاف کوئ او د رحم سره مينه کوئ او د خپل مالِک خُدائ سره په عاجزۍ سره تلل کوئ.
د نورو سره تل داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره خوښوئ، دا د شريعت او د ټولو نبيانو د تعليم مجموعه ده.
خو زکاۍ ودرېدو او مالِک ته يې ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم او کۀ ما له چا نه په دوکه باندې څۀ اخستى وى نو هغۀ له به يو په څلور واپس ورکړم.“
ځينې محصولچيان هم بپتسمې اخستلو له راغلى وُو او هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”اُستاذه. مونږ څۀ وکړو؟“
سپاهيانو هم ترېنه دا تپوس وکړو چې، ”مونږ څۀ وکړو؟“ هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”د چا نه په زوره پېسې مۀ اخلئ او په چا د دروغو اِلزام مۀ لګوئ، په خپله تنخواه صبر کوئ.“
نۀ غلۀ، نۀ حرصناک، نۀ شرابيان، نۀ کنځل مار او نۀ به دوکه مار د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان شى.
پس د دې نه دې غلۀ نوره غلا ونۀ کړى بلکې په خپلو لاسونو دې په محنت او ايماندارۍ سره کار وکړى، نو چې د هغوئ سره هم حاجتمندو ته د ورکولو دپاره څۀ وى.
نو په دې وجه بيا چې د ګواهانو دومره لويه ګڼه زمونږ نه چاپېره ده نو راځئ چې مونږ هم هر يو پيټے او هغه ګناه چې مونږ په آسانۍ سره انښلوى د ځان نه لرې کړُو، او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده.