12 ځينې محصولچيان هم بپتسمې اخستلو له راغلى وُو او هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”اُستاذه. مونږ څۀ وکړو؟“
کۀ تاسو صرف د هغوئ سره مينه کوئ څوک چې تاسو سره مينه کوى نو بيا تاسو د کوم اجر اُميدوار يئ؟ ولې محصولچيان دغه شان نۀ کوى څۀ؟
خو محصولچى لرې ولاړ وو او پاس آسمان ته يې نۀ کتل او خپله سينه يې وهله او وئيل يې، اے خُدايه پاکه، په ما رحم وکړه، زۀ ستا ګناه ګار يم.
خلقو ترې تپوس وکړو، ”نو بيا مونږ څۀ وکړو؟“
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”ستاسو دپاره چې څۀ مقرر شوى دى د هغې نه زيات مۀ اخلئ.“
او ټولو خلقو چا چې د عيسىٰ خبرې واورېدلې نو سره د محصولچيانو يې د خُدائ پاک لار سمه وګڼله ځکه چې د يحيىٰ نه يې بپتسمه اخستې وه،
چې کله خلقو دا واورېدل نو زړونه يې مات شول او پطروس او رسولانو ته يې ووئيل چې، ”اے وروڼو، نو مونږ ته څۀ کول په کار دى؟“