8 بيا هغوئ ته د عيسىٰ خبرې وريادې شوې،
او د قبر نه په واپسۍ هغوئ دا ټولې خبرې هغه يوولسو مريدانو او نورو ټولو خلقو ته واورولې.
هغه وخت خو د عيسىٰ مريدان په دې پوهه نۀ شول، خو کله چې عيسىٰ خپلې لويئ ته ورسېدلو نو هغوئ ته بيا ورياد شول چې دا خو د هغۀ په حقله ليکلے شوى وُو او هم دغه شان د هغۀ سره وشول.
خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى، هغه به تاسو ته هر څۀ وښائى او درته به هغه هر څۀ دريادوى، چې ما تاسو ته فرمائيلى دى.