7 چې، اِبن آدم به ضرور د ګناهګارو سړو لاسونو ته حواله شى او په سولۍ به کړے شى او په درېمه ورځ به بيا ژوندے پاڅى.“
د هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چې، ”هغه به ضرور يروشلم ته لاړ شى او د مشرانو او د مشرانو اِمامانو او د شرعې د عالمانو د لاسه به ډيرې سختۍ وزغمى، او هغه به ووژلے شى او په درېمه ورځ به بيا راژوندے شى.“
ولې د مسيح دپاره دا مقرر نۀ وُو چې هغه به دا زحمتونه وزغمى او په خپل جلال کښې به داخل شى؟“
هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د پخوا نه دا ليکلے شوى دى چې مسيح به زحمت وزغمى او په درېمه ورځ به د مړو نه بيا ژوندے پاڅى.
مونږ پېدائشى يهوديان يُو او د غېريهوديانو په شان ګناهګاران نۀ يُو.