53 او هغوئ خپل ټول وخت د خُدائ پاک په کور کښې د خُدائ په ثنا وئيلو کښې تېرولو.
او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
نو بيا هغوئ بهر ووتل او هر چرته يې کلام بيانولو، او مالِک د هغوئ سره کار کولو او د هغه معجزو په وسيله کومې چې هغۀ ښودلې کلام صحيح ثابتولو.
نو هغوئ د هغۀ عبادت وکړو او ډېر په خوشحالۍ يروشلم ته واپس راغلل.
کلام د ازل نه موجود وو او کلام د خُدائ پاک سره وو او هغه کلام خُدائ پاک وو،
د مالِک عيسىٰ فضل دې په تاسو ټولو وى، آمين.