52 نو هغوئ د هغۀ عبادت وکړو او ډېر په خوشحالۍ يروشلم ته واپس راغلل.
تا زما وير د خوشحالۍ په ګډا باندې بدل کړو، تا رانه د غم جامې کوزې کړې او د خوشحالۍ لباس دې راکړو،
کله چې هغوئ هغه وليدو نو ورته په سجده شول خو ځينې شکمن وُو.
ناڅاپى عيسىٰ په لاره پرې پېښ شو او په هغوئ يې سلام واچولو. هغوئ ورغلې او د هغۀ پښې يې ونيولې او سجده يې ورته وکړه.
کله چې هغۀ هغوئ له برکت ورکولو نو هغه د هغوئ نه جدا شو او آسمان ته پورته کړے شو.
او هغوئ خپل ټول وخت د خُدائ پاک په کور کښې د خُدائ په ثنا وئيلو کښې تېرولو.
تاسو واورېدل چې ما درته وفرمائيل، زۀ درنه روان يم او زۀ بيا تاسو له واپس راځم. کۀ چرې تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به په دې خوشحاله شئ چې زۀ پلار له روان يم ځکه چې پلار زما نه لوئ دے.
نو اوس تاسو غمژن يئ خو زۀ به تاسو بيا ووينم او ستاسو زړونه به خوشحاله شى او هيڅوک به ستاسو خوشحالى تاسو نه وانۀ خلى.
خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا ستاسو دپاره بهتره ده چې زۀ لاړ شم. ځکه کۀ زۀ لاړ نۀ شم نو مددګار به تاسو ته رانۀ شى خو کۀ زۀ لاړ شم نو هغه به زۀ تاسو له راولېږم.
توما هغۀ ته ووئيل، ”زما مالِکه او زما خُدايه پاکه.“
بيا هغوئ د زيتُونو د غرۀ نه يروشلم ته واپس شول کوم چې يروشلم ته نزدې دے او د يروشلم نه تقريباً يو کيلوميټر لرې وو.
تاسو هغۀ سره داسې مينه کوئ اګر چې هغه مو ليدلے نۀ دے. او نۀ يې اوس وينئ، خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده.