5 هغوئ يرېدلې او خپل سرونه يې زمکې ته ټيټ کړل خو سړو ورته وفرمائيل چې، ”تاسو ژوندى په مړو کښې ولې لټوئ؟
نو بيا يو لکه د انسان په شان ښکارېدو هغۀ زما شونډې مسح کړې، او ما خپله خوله کولاو کړه او خبرې مې شروع کړې. ما هغه چا ته څوک چې زما په وړاندې ولاړ وو وئيل، ”مالِکه، زۀ د دې رويا په وجه اندېښنو راګېر کړے يم او په ما کښې زور ختم شوے دے.
هغۀ وفرمائيل، ”اے خُدائ پاک ته، ګران انسانه مۀ يرېږه. سلامت اوسه. اوس ډاډه شه، ډاډه شه.“ کله چې هغۀ ما سره خبرې وکړې، ما ته طاقت مِلاو شو او ورته ومې ووئيل، ”اے مالِکه اوس خبره وکړه، ځکه چې تا ما له طاقت راکړے دے.“
هغې چې څۀ وفرمائيل مريم په هغې ډېره فکرمنده شوه او حېرانه وه چې د دې مبارکۍ څۀ مطلب دے.
دوئ لا په دې واقعه حېرانې ولاړې وې چې ناګهانه دوه سړى په برېښناکو جامو کښې هغوئ سره ودرېدل.
هغه دلته نشته، هغه بيا ژوندے شوے دے. تاسو هغه خبرې رايادې کړئ څۀ وخت چې هغه لا په ګليل کښې وو او درته يې کړې وې
خو خُدائ پاک هغه بيا راژوندے کړو او د مرګ د تکليفونو نه يې خلاص کړو ځکه چې د دې امکان نۀ وو چې مرګ په هغۀ قبضه وکړى.
او هغه اِمامان څوک چې لسمه حِصه راټولوى انسانان دى څوک چې مړ کېدونکى دى، خو مَلِکصِدق د هغوئ نه لوئ دے، ځکه چې مونږ ته وئيلے شوى دى چې هغه ژوندے دے.
او ژوندے يم، زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم او د مرګ او د عالمِ ارواح کُنجيانې ما سره دى.
د سمرنه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه چې، څوک چې اول او آخر دے، او څوک چې مړ شو او بيا ژوندے شو، هغه داسې فرمائى،