48 هم تاسو د دې هر څۀ ګواهان يئ.
تاسو به هم ګواهى ورکوئ ځکه چې تاسو د اول نه ما سره يئ.“
د يحيىٰ د بپتسمې نه تر هغه وخته پورې چې هغه زمونږ نه پورته کړے شو. نو چې مونږ څوک منتخب کړو هغه به مونږ سره د عيسىٰ د بيا ژوندى کېدو ګواه وى.“
خو تاسو ته به د روحُ القُدس په نازلېدو طاقت درکړے شى او تاسو به په يروشلم کښې او په ټوله يهوديه او سامريه کښې او د دُنيا تر بله سره زما ګواهان يئ.“
مونږ د هغه هر څۀ ګواهان يُو چې عيسىٰ د يهوديانو په مُلک او په يروشلم کښې وکړل. هغوئ هغه په سولۍ مړ کړو.
هغه ټولو خلقو نه بلکې مونږه ګواهانو وليدو، چې خُدائ پاک د اول نه د دې دپاره غوره کړى يُو، مونږ ورسره د بيا ژوندى کېدو نه پس خوراک څښاک هم وکړو.
او کوم خلق چې د هغۀ سره د ګليل نه يروشلم ته راغلى وُو، هغوئ هغه تر ډېرو ورځو پورې وليدلو. هغوئ اوس زمونږ د قوم خلقو ته د هغۀ ګواهان دى.
هم دغسې خُدائ پاک عيسىٰ بيا راژوندے کړو او مونږ ټول د دې حقيقت ګواهان يُو.
ځکه چې تۀ به ټولې دُنيا ته د هغۀ ګواهى کوې چې څۀ دې ليدلى او اورېدلى دى.
تاسو د ژوندون ورکولو سردار ووژلو، خو خُدائ پاک هغه د مړو نه بيا ژوندے کړو. مونږ د دې ګواهان يُو.
په ډېر لوئ قدرت سره رسولانو د مالِک عيسىٰ د بيا راژوندى کېدو ګواهى ورکوله او په هغوئ ټولو باندې د خُدائ پاک لوئ برکت وو.
او مونږ د دې هر څۀ ګواهان يُو، او هم دغسې روحُ القُدس دے چې خُدائ پاک يې هغوئ ته ورکوى څوک چې د هغۀ تابعدارى کوى.“
په تاسو کښې چې کوم مشران دى، زۀ هم د هغوئ په شان مشر او د مسيح د مصيبتونو ګواه او په ښکاره کېدونکى جلال کښې شريک يم، او تاسو ته دا خواست کوم،