Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 24:41 - Pakistani Yousafzai Pashto

41 د هغوئ د خوشحالۍ په وجه اوس لا هم په هغۀ باور نۀ راتلو او حېران وُو، نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو سره د خوراک څۀ بندوبست شته؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 24:41
14 Iomraidhean Croise  

کۀ ما هغۀ ته آواز وکړو او هغۀ جواب راکړو، نو زما يقين نۀ دے چې هغه به زما فرياد واورى.


خو چې هغوئ دا واورېدل چې هغه بيا ژوندے شوے دے او هغې ليدلے دے نو باور يې پرې ونۀ کړو.


هغوئ واپس لاړل او نورو مريدانو ته يې ووئيل خو هغوئ پرې يقين ونۀ کړو.


وروستو هغه يوولسو مريدانو ته هغه وخت ښکاره شو چې هغوئ روټۍ ته ناست وُو، او هغۀ هغوئ په خپلو بې‌يقينۍ او سختو زړونو ملامته کړل ځکه چې هغوئ د هغه خلقو په وينا يقين نۀ وو کړے چا چې هغه بيا ژوندے ليدلے وو.


د هغوئ سره يو څو واړۀ کبان هم وُو چې په هغې يې هم شُکر وويستو او حُکم يې وکړو چې، ”دا هم پرې تقسيم کړئ.“


خو دا خبرې هغوئ ته بې‌کاره ښکاره شوې او په هغوئ يې باور ونۀ کړو.


کله چې هغۀ دا خبرې وکړې نو خپل لاسونه او پښې يې هغوئ ته وښودل.


نو هغوئ ورله د ماهى يوه وريته شوې ډکره ورکړه.


نو اوس تاسو غمژن يئ خو زۀ به تاسو بيا ووينم او ستاسو زړونه به خوشحاله شى او هيڅوک به ستاسو خوشحالى تاسو نه وانۀ خلى.


عيسىٰ هغوئ ته نعرې کړې، ”اے دوستانو، تاسو څۀ کبان ونيول کۀ نه؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“


نو چې هغې د پطروس آواز وپېژندلو هغه دومره خوشحاله شوه چې د دروازې خلاصولو په ځائ هغې دننه منډه کړه او هغوئ يې خبر کړل چې، ”پطروس بهر په دروازه کښې ولاړ دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan