28 کله چې هغوئ اِماوس کلى ته نزدې شُو نو عيسىٰ خپل ځان داسې ظاهر کړو چې ګنې لا نور هم مخکښې روان دے.
او وې فرمائيل، ”صاحِبانو، زۀ به ستاسو خِدمت کوم. ما سره کور ته لاړ شئ. تاسو پښې ووينځئ او شپې ته ايسار شئ. تاسو چې سحر وختى پاڅئ نو په خپله مخه تلے شئ.“ خو هغوئ جواب ورکړو، ”نه، مونږ به دلته د جرګې په ځائ کښې شپه وکړُو.“
هغه سړى ووئيل، ”د سحر رڼا شوه، ما پرېږده چې لاړ شم.“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”زۀ به تا کله هم نۀ پرېږدم، چې ترڅو پورې دې ما له برکت نۀ وى راکړے.“
يوسف خپل وروڼه وليدل، هغۀ دوئ وپېژندل، خو ځان يې داسې کړو لکه چې هډو دوئ پېژنى نه. او د هغوئ سره يې سختې خبرې کولې، ”تاسو د کوم ځائ نه راغلى يئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ د خوراک اخستلو دپاره د کنعان نه راغلى يُو.“
عيسىٰ وليدل چې هغوئ د کشتۍ په بوتلو کښې په تکليف دى ځکه چې هوا د مخالف طرف نه وه. او عيسىٰ په شپه کښې د سحر کېدو نه لږ وړاندې د اوبو دپاسه د هغوئ په طرف ورروان وو. نو هغه په هغوئ اوړېدو،
خو هغوئ هغۀ ته په کلکه ووئيل چې، ”مونږ سره پاتې شه اوس ناوخته دے توره شپه راروانه ده.“ نو هغه ورسره لاړو او د هغوئ سره پاتې شو.