نو د هغوئ دپاره به دا مصيبت تر همېشه پورې جارى نۀ وى. د زبولون او نفتالى علاقه ته په يو وخت کښې سپک کتلے شول، خو په راتلونکى وخت کښې به دا علاقه عزتمنده شى، نمرخاتۀ طرف ته د مديترانى سمندر نه واخله د درياب طرف ته د اُردن نه پورې او داسې ګليل به هم عزتمند شى، چرته چې غېريهوديان اوسيږى.
هغوئ به په هغه مُلک کښې اوسيږى کوم چې ما خپل خِدمتګار يعقوب له ورکړے دے، هغه مُلک چې په کښې ستاسو پلار نيکۀ اوسېدل. هغوئ او د هغوئ ماشومان به نسل در نسل په دې کښې د تل دپاره اوسيږى، او داؤد زما خِدمتګار به د تل دپاره د هغوئ شهزاده وى.
اے تُورې، زما د شپونکى خلاف راپاڅه، د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى، او زۀ به خپل لاس د هغوئ خلاف اوږد کړم چې واړۀ دى.