23 خو چې هغوئ د هغۀ لاش ونۀ موندو او د دې خبر سره واپس راغلې چې هغوئ ته فرښتې ښکاره شوې او ورته يې وفرمائيل چې عيسىٰ ژوندے دے.
هغه دلته نشته، هغه بيا پورته کړے شوے دے لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو. راشئ، هغه ځائ وګورئ چرته چې هغه پروت وو.
خو چې هغوئ دا واورېدل چې هغه بيا ژوندے شوے دے او هغې ليدلے دے نو باور يې پرې ونۀ کړو.
خو د دې هر څۀ نه علاوه زمونږ د قبيلې يو څو ښځو مونږ په دې خبره حق حېران کړُو. هغوئ سحر وختى د هغۀ قبر له تلې وې.
نو زمونږ يو څو ملګرى قبر له لاړل او څۀ چې هغه ښځو وئيلى وُو رښتيا هم هغه شان وُو خو هغوئ هغه هلته ونۀ ليدو.“
خو کله چې هغوئ دننه ورغلې هغوئ د مالِک عيسىٰ لاش هلته ونۀ موندلو.
مريم مګدلينى مريدانو له لاړه او وې وئيل چې، ”ما مالِک وليدو.“ او هغې هغوئ ته د هغه هر څۀ حال ووئيلو څۀ چې عيسىٰ ورته فرمائيلى وُو.