22 خو د دې هر څۀ نه علاوه زمونږ د قبيلې يو څو ښځو مونږ په دې خبره حق حېران کړُو. هغوئ سحر وختى د هغۀ قبر له تلې وې.
خو چې هغوئ د هغۀ لاش ونۀ موندو او د دې خبر سره واپس راغلې چې هغوئ ته فرښتې ښکاره شوې او ورته يې وفرمائيل چې عيسىٰ ژوندے دے.
مريم مګدلينى مريدانو له لاړه او وې وئيل چې، ”ما مالِک وليدو.“ او هغې هغوئ ته د هغه هر څۀ حال ووئيلو څۀ چې عيسىٰ ورته فرمائيلى وُو.