2 خو هغوئ د غار نه کاڼے رغړېدلے وليدو.
ناګهانه يوه سخته زلزله راغله، د آسمان نه د مالِک خُدائ يوه فرښته راکوزه شوه، غار له راغله او هغه کاڼے يې ورغړولو او پرې کښېناسته.
خو د اِتوار په ورځ سحر وختى هم هغه ښځې قبر له راغلې او هغه تيارې کړې خوشبويۍ يې د ځان سره راوړې.
خو کله چې هغوئ دننه ورغلې هغوئ د مالِک عيسىٰ لاش هلته ونۀ موندلو.
عيسىٰ بيا سوړ اسويلے وکړو، او قبر له راغے. دا يو غار وو چې مخې ته يې ګټه اېښودلے شوې وه.
نو هغوئ ګټه لرې کړله. بيا عيسىٰ پورته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، زۀ ستا شُکر کوم چې تا زما دُعا واورېدله.