19 هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”څۀ شوى دى؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د عيسىٰ ناصرى په حقله چې د خُدائ پاک او ټولو خلقو په نظر کښې په کلام او عمل دواړو کښې يو زورَور نبى وو.
او ګڼې ورته جواب ورکړو چې، ”د ګليل د ناصرت نه دا عيسىٰ پېغمبر دے.“
”تۀ زمونږ نه څۀ غواړې اے عيسىٰ ناصرى؟ تۀ راغلې چې مونږ هلاک کړې څۀ؟ زۀ دې پېژنم چې تۀ څوک يې، تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“
نو په هغوئ کښې يو کس چې نوم يې کليوپاس وو ورته جواب ورکړو، ”ولې تۀ په يروشلم کښې واحد مسافر يې چې د دې واقعې نه ناخبره يې چې په تېرو څو ورځو کښې هلته څۀ شوى دى؟“
په هغه ټولو خلقو باندې زبردسته يره خوره شوله او هغوئ ټولو د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”زمونږ په مينځ کښې يو لوئ نبى راښکاره شوے دے او خُدائ پاک د خپلو خلقو د مدد دپاره راغلے دے.“
هغه عيسىٰ له د شپې راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ ته معلومه ده چې تۀ هم هغه اُستاذ يې چې خُدائ پاک رالېږلے يې. ځکه چې هيڅوک هم دا معجزې چې ته يې کوې نۀ شى کولے خو کۀ خُدائ پاک ورسره مل نۀ وى.“
ښځې هغۀ تۀ ووئيل، ”مالِکه، ما ته ښکارى چې تۀ نبى يې.
کله چې خلقو دا معجزه وليدله چې عيسىٰ وکړه هغوئ يو بل ته ووئيل، ”يقيناً دا هغه پېغمبر دے کوم چې دُنيا ته راتلونکے وو.“
هغوئ جواب ورکړو، ”تۀ هم ګليلى يې څۀ؟ وګوره او صحيفې ولوله، نو تۀ به په خپله خبر شې چې يو نبى هم د ګليل نه نۀ راځى.“
چې خُدائ پاک څنګه عيسىٰ ناصرى په روحُ القُدس او په قدرت مسح کړو. نو بيا هغه هرې خوا ته ګرځېدو او د هغوئ ټولو سره يې ښۀ کول او شفا يې ورله ورکوله، چې د اِبليس په قبضه کښې وُو، ځکه چې خُدائ پاک د هغۀ سره وو.
اے د بنى اِسرائيلو خلقو، دا خبرې واورئ چې، عيسىٰ ناصرى يو سړے وو چې خُدائ پاک تاسو ته په معجزو او په عجيبه کارونو او نښو سره د هغۀ تصديق وکړو، کومې چې خُدائ پاک د هغۀ په وسيله ستاسو په مينځ کښې وکړې، لکه څنګه چې تاسو ته په خپله پته ده.
نو موسىٰ د مِصريانو د ټول حکمت او پوهې تعليم حاصل کړو او هغه په کارونو او کلام کښې ښۀ قابل شو.
خو هغه به تاسو له زما په شان يو پېغمبر راولېږى چې هغه به ستاسو د خپلو خلقو نه وى او تاسو به د هغۀ تابعدارى کوئ.