14 هغوئ په خپلو کښې يو بل سره په دې واقعاتو خبرې کولې.
”زۀ نۀ بدلېدونکے مالِک خُدائ يم. نو ځکه تاسو، اے د يعقوب اولاده، تباه نۀ شوئ.
هم په هغه ورځ اِماوس نومې کلى ته د دوئ نه دوه کسان روان وُو چې د يروشلم نه تقريباً اووۀ ميله لرې دے.
کله چې هغوئ يو بل سره په دې بحث کښې لګيا وُو نو عيسىٰ په خپله راغلو او د هغوئ سره يو ځائ روان شو.
ښۀ سړے به د خپل زړۀ د خزانې نه ښۀ څيزونه راوباسى او بد سړے به د خپل زړۀ د بدې خزانې نه بدې خبرې وباسى، ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى.
خپلو بچو ته دا بيا بيا وريادوئ. کۀ په کور کښې ناست يئ يا په لاره روان يئ، چې څملئ يا پاڅئ، نو د دې په حقله د هغوئ سره خبرې کوئ.