9 هيروديس د عيسىٰ نه ډېر تپوسونه وکړل خو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو.
زۀ چپ وم، ما خپله خولۀ بنده کړې وه، ځکه چې هر څۀ تا په خپله کړى وُو.
هغۀ باندې ظلم زياتے وشو، خو هغۀ په خولۀ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل. لکه چې يو ګډُورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموش وى، نو هم هغه شان هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله.
او کوم اِلزام چې په هغۀ باندې مشرانو اِمامانو او اولسى مشرانو لګولے وو د هغې يې هيڅ جواب ورنۀ کړو.
خو هغۀ په جواب کښې د يو ټکى نه هم اِنکار ونۀ کړو او ګورنر په دې ډېر حېران شو.
پاک څيزونه سپو له مۀ ورکوئ، خپلې ملغلرې خنزيرانو ته مۀ غورزوئ. هغوئ به يې د پښو لاندې کړى او په تاسو به راوګرځى او ريچې ريچې به مو کړى.
خو پيلاطوس په دې خبره حېران شو چې عيسىٰ بل هيڅ جواب ورنۀ کړو.
خو هغۀ جواب ورکړو، ”لاړ شئ او هغه ګيدړ ته ووايئ چې واوره. نن او سبا به زۀ پيريان وباسم او د شفا ورکولو کار به جارى ساتم او په درېمه ورځ به خپل کار سر ته ورسوم.
خو مشران اِمامان او د شرعې عالمان راوړاندې شول او د عيسىٰ خلاف يې سخت اِلزامونه شروع کړل.
هغه خپلې قلعې ته بيا دننه شو او د عيسىٰ نه يې تپوس وکړو چې، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ خو عيسىٰ ورته هيڅ جواب ورنۀ کړو.
هغۀ چې کومه صحيفه لوستله هغه دا وه چې، ”لکه چې يو ګډورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموشه وى، نو هم هغسې هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله.
نۀ هغۀ د کنځلو په بدل کښې کنځل کول او نۀ يې په مصيبتونو زغملو چا ته دهمکى ورکوله بلکې هغۀ خپل ځان رښتونى اِنصاف کوونکى ته وسپارلو.