8 کله چې هيروديس عيسىٰ وليدو نو ډېر خوشحاله شو ځکه چې د هغۀ په حقله يې اورېدلى وُو او د ډېر وخت نه يې دا خواهش وو چې هغه ووينى او په دې طمع وو چې د هغۀ د لاس نه څۀ معجزه ووينى.
خو نعمان غصه شو او لاړو او وې وئيل، ”زما خيال دا وو چې هغه به خامخا ما له راوځى، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته به سوال وکړى او زما د بيمارې څرمنې دپاسه به خپل لاس ونيسى او زۀ به روغ شم.
هم په دغه ورځو کښې هيروديس چې د ګليل ګورنر وو، کله چې د عيسىٰ د کارونو نه خبر شو،
نو هيروديس بادشاه د دې نه خبر شو ځکه چې د عيسىٰ نامه مشهوره شوه. ځينې خلقو دا وئيل چې، ”بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ بيا د مرو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“
هغۀ خلق او خپل مريدان راوبلل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”کۀ څوک زما مريدان جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى.
بيا عيسىٰ وفرمائيل، ”بېشکه چې تاسو به ما ته دا متل ضرور واوروئ چې، حکيمه. خپل ځان روغ کړه او دا به ووايئ چې، تا چې هر څۀ په کفرنحُوم کښې کړى دى مونږه هغه اورېدلى دى، هغه څۀ دلته په خپله ښاريه کښې هم وکړه.
او وې وئيل چې، ”ما ته هم دا طاقت راکړئ چې زۀ هم په چا لاس کېږدم نو چې هغوئ هم روحُ القُدس حاصلوى.“