7 او چې د دې نه خبر شو چې عيسىٰ د هيروديس د حکومت اختيار لاندې دے نو هغۀ دا مقدمه هيروديس له ولېږله څوک چې په خپله په هغه ورځو کښې د يروشلم په دوره وو.
هم په دغه ورځو کښې هيروديس چې د ګليل ګورنر وو، کله چې د عيسىٰ د کارونو نه خبر شو،
ځکه هيروديس د خپل ورور فيليپوس د ښځې هيرودياس په وجه يحيىٰ ګرفتار کړے وو، په زنځير يې تړلے وو او په قېدخانه کښې يې اچولے وو،
خو د هيروديس د سالګرې په ورځ د هيرودياس لور د مېلمنو په وړاندې داسې وګډېدله او هيروديس دومره زيات خوشحاله شو
نو هيروديس بادشاه د دې نه خبر شو ځکه چې د عيسىٰ نامه مشهوره شوه. ځينې خلقو دا وئيل چې، ”بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ بيا د مرو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“
په هم دغه وخت يو څو فريسيان راغلل او عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”تۀ د دې ځايه ووځه او لاړ شه ځکه چې هيروديس ستا د وژلو نيت کړے دے.“
کله چې پيلاطوس دا واورېدل نو تپوس يې وکړو چې، ”ولې دا سړے ګليلى دے څۀ؟“
د قيصر تيبريوس د حکومت په پينځلسم کال کښې پنطوس پيلاطوس د يهوديه ګورنر وو او هيروديس د ګليل ګورنر، د هغۀ ورور فيليپوس د اِتُوريه او تراخونيتيس او ليسانياس د ابيلينے ګورنران وُو.
اوس ګورنر هيروديس هم د دې هر څۀ په حقله خبر شو او په سوچ کښې ډوب شو ځکه چې ځينې خلقو دا وئيل چې يحيىٰ بيا د مړو نه راژوندے شوے دے.
په حقيقت کښې په دې ښار کښې هيروديس او پنطوس پيلاطوس دواړه د غېر يهودى قومونو او د بنى اِسرائيلو خلقو سره ستا د پاک خادِم عيسىٰ چې تا مسح کړے دے، خلاف يو ځائ شول،