54 دا د تيارۍ کولو ورځ وه او د سبت ورځ شروع کېدونکې وه.
په بله ورځ چې د سبت ورځ وه مشران اِمامان او نور فريسيان په جمع پيلاطوس له راغلل،
دا هر څۀ د جمعې په ورځ وشُو، يعنې د تيارۍ په ورځ، د سبت نه يوه ورځ وړاندې. نو چې ماښام رانزدې شو،
بيا هغۀ لاش د سولۍ نه راکوز کړو او د کتان کفن يې ورکړو او په غار کښې يې په کنستلے شوى قبر کښې کېښودو چې د دې نه وړاندې په کښې څوک اېښودے شوے نۀ وو.
د غرمې په وخت کښې چې د فسح اختر د تيارولو ورځ وه، پيلاطوس يهوديانو ته ووئيل، ”وګورئ، دا دے ستاسو بادشاه.“
اوس دا د فسح دپاره د تيارۍ کولو د جمعې ورځ وه او راتلونکې ورځ د خاص سبت وه. په دې وجه يهوديانو نۀ غوښتل چې د سبت په ورځ دې مړى په سولۍ پاتې شى، نو هغوئ پيلاطوس ته خواست وکړو چې د دوئ پښې دې ماتې کړے شى او مړى دې راکوز کړے شى.
ځکه چې دا د يهوديانو د فسح د تيارۍ ورځ وه او دا قبر د هغه ځائ سره نزدې وو نو هغوئ عيسىٰ په دې کښې کېښودو.