51 د هغۀ د هغوئ په دې فېصلې او صلاح کښې ورسره راضى نۀ وو. چې د يهوديانو د ارمتيه ښاريې سره يې تعلق وو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ په انتظار وو.
اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د خلاصون په اِنتظار يم.
د ډېرو خلقو په بد عمل کښې يا د قانون ماتولو په ګواهۍ کښې ملګرتيا مۀ کوئ او بېاِنصافى مۀ کوئ.
زما زويه، کله چې ګناهګاران ستا د بېلارې کولو کوشش کوى، نو د هغوئ نه ځان ساته.
”هره خبره سازش مۀ ګڼه څنګه چې يې دا قوم ګڼى او د هغه څيزونو نه مۀ يرېږه چې کوم نه دوئ يريږى.
کله چې ماښام شو نو د ارمتيه يو مالداره سړے وو چې نوم يې يوسف وو او د عيسىٰ مريد وو، راغلو.
د ارمتيه يوسف نومې يو سړے راغلو څوک چې د جرګې يو عزتمند کس وو او هغه په خپله ډېر اُميد سره د خُدائ پاک د بادشاهۍ د راتلو په اِنتظار وو، نو په زړۀ ورتيا سره پيلاطوس له ورغلو او د عيسىٰ لاش يې ترې وغوښتو.
په هغه ورځو کښې په يروشلم کښې شمعون نومې يو سړے وو. هغه رښتينے او پرهيزګاره وو، څوک چې د بنى اِسرائيلو د بچ کېدو په طمع وو او د روحُ القُدس نه معمور وو.
نو په هغه ساعت هغه راغله او د خُدائ پاک شُکر يې وکړو. نو هغې هغه ټولو خلقو ته د هغه ماشوم په حقله خبرې وکړې چې د يروشلم د آزادۍ په اِنتظار وُو.
او هغۀ ورته ووئيل، ”اے عيسىٰ، کله چې تۀ خپلې بادشاهۍ ته ورسيږى نو ما هم ياد ساته.“
نو هغه بيا پيلاطوس له لاړو او د عيسىٰ لاش يې ترې وغوښتو.
يو سړے چې نوم يې القنه وو هغه راما ښار کښې اوسېدو. د هغۀ تعلق د اِفرائيم قبيلې سره وو، او د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې پاتې کېدو. هغه د يروحام زوئ او د اليهُو نمسے وو او هغه د توخُو د خاندان نه وو چې د صُوف د قبيلې يوه برخه وه.