48 خو هغه ټول خلق چې دې تماشې ته راجمع شوى وُو کله چې هغوئ دا واقعه وليدله نو ماتم يې وکړو او کورونو ته واپس لاړل.
ستا نه د اوړېدو نه پس مونږ توبه وکړه، د پوهېدو نه وروستو مونږ خپله سينه ووهله. مونږ چې کوم کم عقل کارونه په ځوانۍ کښې کړى وُو د هغې په وجه سپک او شرمنده شُو.“
خو محصولچى لرې ولاړ وو او پاس آسمان ته يې نۀ کتل او خپله سينه يې وهله او وئيل يې، اے خُدايه پاکه، په ما رحم وکړه، زۀ ستا ګناه ګار يم.
هغوئ ټولو د هغې جينۍ دپاره ژړا انګولا کوله. خو هغۀ وفرمائيل چې، ”مۀ ژاړئ، هغه مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“
چې کله خلقو دا واورېدل نو زړونه يې مات شول او پطروس او رسولانو ته يې ووئيل چې، ”اے وروڼو، نو مونږ ته څۀ کول په کار دى؟“