47 نو د دې هر څۀ په ليدلو صوبه دار د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”بېشکه چې دا سړے بېګناه وو.“
هغه وخت د خُدائ د کور پړده د سر نه تر بېخه پورې په مينځ دوه شوه. او زلزله راغله، ګټان وچاودل،
کله چې صوبه دار او د هغۀ سپاهيانو چې د عيسىٰ څوکيدارى يې کوله زلزله او دا ټول واقعات وليدل نو په هغوئ هيبت راغلو او وې وئيل، ”بېشکه چې دا سړے د خُدائ پاک زوئ وو.“
خلق په دې ننداره هيبت واخستل او بنى آدم ته په داسې اختيار ورکولو يې د خُدائ پاک ثنا ووئيله.
او کوم صوبه دار چې هغۀ ته مخامخ ولاړ وو نو چې هغۀ وليدل چې هغۀ څنګه ساه ورکړه نو وې وئيل، ”بېشکه چې دا سړے د خُدائ پاک زوئ وو.“
مونږ سره خو اِنصاف شوے دے. مونږ ته خو د خپل عمل سزا مِلاو شوه، ولې دۀ خو هيڅ بد کار نۀ دے کړے.“
يهوديانو هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”مونږ سره شريعت شته، او د هغه شريعت په مطابق دے د مرګ لائق دے ځکه چې دۀ د خُدائ پاک د زوئ کېدو دعوىٰ کړې ده.“