46 نو بيا عيسىٰ يوه تېزه کريکه وويسته او وې فرمائيل، ”اے پلاره، زۀ خپل روح ستا لاسونو ته سپارم.“ او دې وئيلو سره يې ساه ورکړه.
زۀ ستا لاسونو ته خپل روح سپارم، مالِکه خُدايه تۀ وفادار خُدائ يې تا زۀ بچ کړم.
بيا به خاوره واپس خاورې شى او روح به خُدائ پاک له واپس لاړ شى، چا چې هغه ورکړے وو.
کله چې سرکه عيسىٰ ته ورکړے شوه نو هغۀ وفرمائيل چې، ”دا کار پوره شو.“ بيا يې سر ټيټ کړو او ساه يې ورکړه.
کله چې هغوئ ستِفانوس سنګسارولو نو ستِفانوس دُعا وکړه چې، ”اے مالِکه عيسىٰ، زما روح قبول کړه.“
کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.
نۀ هغۀ د کنځلو په بدل کښې کنځل کول او نۀ يې په مصيبتونو زغملو چا ته دهمکى ورکوله بلکې هغۀ خپل ځان رښتونى اِنصاف کوونکى ته وسپارلو.