44 د غرمې وخت وو او په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د ماسپښين تر درېو بجو پورې وه.
هغۀ تيارۀ راولېږله او مُلک يې ټول تورتم کړلو، خو ولې دوئ د هغۀ د کلام مخالفت وکړلو.
نمر به تور شى، او سپوږمۍ به لکه د وينو تکه سره شى مخکښې د دې نه چې د مالِک خُدائ د قيامت هغه لويه او هيبتناکه ورځ راورسيږى.
په تاسو دې افسوس وى څوک چې د مالِک خُدائ د قيامت د ورځې ارمان کوئ. تاسو ولې د مالِک خُدائ د قيامت د ورځې ارمان کوئ؟ دا به ستاسو دپاره د رڼا نه بلکې د تيارې ورځ وى.
مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په هغه ورځ به زۀ نمر په نيمه ورځ ښکته کړم او په زمکه به په رڼا ورځ تيارۀ راولم.
د غرمې په وخت په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د تير ماسپښين تر درېو بجو پورې وه.
او قبرونه وسپړدے شول او د خُدائ پاک ډېر مقدسين د خوبه رابېدار شول.
او کوم صوبه دار چې هغۀ ته مخامخ ولاړ وو نو چې هغۀ وليدل چې هغۀ څنګه ساه ورکړه نو وې وئيل، ”بېشکه چې دا سړے د خُدائ پاک زوئ وو.“
د غرمې په وخت کښې چې د فسح اختر د تيارولو ورځ وه، پيلاطوس يهوديانو ته ووئيل، ”وګورئ، دا دے ستاسو بادشاه.“