Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 23:40 - Pakistani Yousafzai Pashto

40 خو دوېم مجرم په دې هغه ورټلو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ د خُدائ پاک نه نۀ يرېږې څۀ؟ تا ته هم د دۀ په شان سزا درکولے کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 23:40
12 Iomraidhean Croise  

کله چې مصيبتونه ډېر سخت وُو، نو هغه سړى يعنې احاز د مالِک خُدائ خِلاف د مخکښې نه زياته ګناه وکړه.


د ګناه وهم بدکارو ته په زړۀ کښې لمسون کوى. هغوئ بلکل د خُدائ پاک نه يره نۀ کوى.


اے مالِکه خُدايه ستا سترګې صداقت ليدل غواړى. کۀ څۀ هم چې تا دوئ ووهل خو دوئ ته پرې څۀ خفګان ونۀ رسېدو، تا هغوئ ته سزا ورکړه خو بيا هم دوئ اصلاح نۀ شُو. او دوئ خپل زړونه د کاڼى نه هم سخت کړل او د توبې ويستلو نه يې اِنکار وکړو.


د نورو خِلاف په زړۀ کښې کينه مۀ ساتئ، د هغوئ سره خپل اختلافات ختم کړئ، نو چې د هغوئ په وجه ګناهګار نۀ شئ.


چا چې مازيګر کار شروع کړے وو هغوئ ورغلل او ورته يې د پوره ورځې مزدورى ورکړه.


هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو ولې دومره يرېږئ، ستاسو ايمان څومره کمزورے دے؟“ بيا هغه ودرېدو، طوفان او د اوبو چپې يې ورټلې نو په هغه ساعت قلاره قلارې شوه.


خو زۀ به تاسو خبردار کړم چې د چا نه يره په کار ده. د هغه چا نه يرېږئ څوک چې د وژلو نه پس دوزخ ته د اچولو طاقت هم لرى. آو، زۀ تاسو ته وايم چې د هم هغۀ نه يره کوئ.


په هغه مجرمانو کښې يو چې ورسره په څنګ کښې راځوړند وو عيسىٰ ته پېغور ورکړو، ”ولې تۀ مسيح نۀ يې څۀ؟ نو بيا خپل ځان او مونږ هم بچ کړه.“


مونږ سره خو اِنصاف شوے دے. مونږ ته خو د خپل عمل سزا مِلاو شوه، ولې دۀ خو هيڅ بد کار نۀ دے کړے.“


د تيارې په بې‌فائدې کارونو کښې حِصه مۀ اخلئ بلکې هغه رسوا کوئ.


اے مالِکه څوک به يره ونۀ کړى او ستا د نوم لوئى به ونۀ کړى؟ ځکه چې يواځې تۀ پاک يې. ټول قومونه به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى ځکه چې ستا د صداقت کارونه ښکاره شوى دى.“


او هغوئ د خپل درد او د ناسور په وجه آسمانى خُدائ پاک ته کُفر ووې، او څۀ بد کارونه چې هغوئ کړى وُو، د هغې نه يې توبه ونۀ کړله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan