Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 23:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 نو بيا پيلاطوس مشرانو اِمامانو او حاضرو خلقو ته ووئيل چې، ”زۀ په دې سړى کښې هيڅ جرم نۀ وينم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 23:4
13 Iomraidhean Croise  

پيلاطوس لا په تخت ناست وو چې د خپلې ښځې له طرفه ورته پېغام راغلو چې، ”دې بې‌ګناه سړى ته ګورے هيڅ ونۀ وائې ځکه چې بيګاه په ما په دې وجه په خوب کښې ډېر مصيبت تير شو.“


پيلاطوس تپوس وکړو چې، ”ولې، هغۀ څۀ بد کار کړے دے؟“ خو هغوئ نورې هم چغې تېزې کړې، ”په سولۍ يې کړه.“


پيلاطوس په درېم ځل بيا هغوئ ته ووئيل، ”ولې؟ دۀ څۀ ګناه کړې ده؟ ما هغۀ کښې داسې څۀ جرم ونۀ ليدو چې د مرګ سزا ورکړم، ځکه زۀ به د کوړو سزا ورکړم او بيا به يې آزاد کړم.“


پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”حقيقت څۀ دے؟“ دې نه پس هغه بيا يهوديانو له بهر ورووتو او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”ما د دۀ خلاف هيڅ جرم پېدا نۀ کړو.


خو ما ته پته ولګېده چې دۀ داسې څۀ نۀ دى کړى چې ورته دې د مرګ سزا ورکړے شى. او کله چې هغۀ قيصر اعظم ته اپيل وکړو نو ما د هغۀ د لېږلو فېصله وکړه.


خو دا د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ ته جلال ورکړو. تاسو هغه د مرګ دپاره حاکمانو ته حواله کړو او د پيلاطوس په وړاندې مو هغه رد کړو، اګر چې پيلاطوس د هغۀ د پرېښودو فېصله کړې وه.


ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بې‌داغه وى، او د ګناهګارانو نه جدا او د آسمانونو نه اوچت وى.


بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بې‌داغه ګډُورى په شان قربان شو.


”نۀ هغۀ څۀ ګناه وکړه، او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو.“


ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan