39 په هغه مجرمانو کښې يو چې ورسره په څنګ کښې راځوړند وو عيسىٰ ته پېغور ورکړو، ”ولې تۀ مسيح نۀ يې څۀ؟ نو بيا خپل ځان او مونږ هم بچ کړه.“
تر دې چې د دۀ سره په سولۍ شوو مجرمانو هم دۀ ته سپکې سپورې وئيلې.
پرېږدئ چې مسيح، دا د بنى اِسرائيلو بادشاه، دې اوس د سولۍ نه راکوز شى، چې مونږ دا ووينو او ايمان پرې راوړو.“ تر دې چې د دۀ سره په سولۍ شوو مجرمانو هم دۀ ته سپکې سپورې وئيلې.
او خلق يې تماشې ته ولاړ وُو او د هغوئ حاکمانو په هغۀ پورې ټوقې کولې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول، اوس دې خپل ځان بچ کړى کۀ چرې دے په رښتيا د خُدائ پاک غوره شوے مسيح وى.“
او ورته يې وئيل چې، ”کۀ چرې تۀ د يهوديانو بادشاه يې نو خپل ځان بچ کړه.“
خو دوېم مجرم په دې هغه ورټلو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ د خُدائ پاک نه نۀ يرېږې څۀ؟ تا ته هم د دۀ په شان سزا درکولے کيږى.