Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 23:38 - Pakistani Yousafzai Pashto

38 د هغۀ د سر دپاسه يې يوه تختۍ لګولې وه چې پرې داسې ليکل وُو چې، ”دا د يهوديانو بادشاه دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 23:38
9 Iomraidhean Croise  

او وئيل يې چې، ”هغه د يهوديانو بادشاه کېدونکے ماشوم چې پېدا شوے دے چرته دے؟ ځکه چې مونږ د نمرخاتۀ نه د هغۀ ستورے په راختو ليدلے دے او د هغۀ عبادت کولو له راغلى يُو.“


بيا يې عيسىٰ ګورنر له راوستو او چې هغه هلته ودرېدو نو ګورنر ترې تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ عيسىٰ وفرمائيل چې، ”دا ستا وينا ده.“


د هغۀ د سر دپاسه يې يوه تخته چې جرم پرې ليکلے شوے وو ټک وهله چې، دا د يهوديانو بادشاه عيسىٰ دے.


او بيا يې هغۀ ته په دې وينا سره سلامى کوله، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“


او د هغۀ خلاف د اِلزام په تخته څۀ داسې ليکلے وو، ”د يهوديانو بادشاه.“


پرېږدئ چې مسيح، دا د بنى اِسرائيلو بادشاه، دې اوس د سولۍ نه راکوز شى، چې مونږ دا ووينو او ايمان پرې راوړو.“ تر دې چې د دۀ سره په سولۍ شوو مجرمانو هم دۀ ته سپکې سپورې وئيلې.


بيا پيلاطوس د هغۀ نه تپوس وکړو، ”ولې تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ هغۀ وفرمائيل چې، ”دا ستا وينا ده.“


هغوئ هغۀ له راتلل، او ورته يې وئيل، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“ او په مخ به يې څپېړه ورکوله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan