Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 23:35 - Pakistani Yousafzai Pashto

35 او خلق يې تماشې ته ولاړ وُو او د هغوئ حاکمانو په هغۀ پورې ټوقې کولې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول، اوس دې خپل ځان بچ کړى کۀ چرې دے په رښتيا د خُدائ پاک غوره شوے مسيح وى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 23:35
24 Iomraidhean Croise  

ټول هډوکى خپل شمېرلے شم، دشمنان راته راګورى او په ما خوشحاليږى.


خو دوئ ټول خوشحاله وُو چې راغلے وو غم په ما، په ملنډو سره راټول شوى وُو دوئ خلاف زما، هغه کسانو راباندې حمله وکړه چې وُو اجنبيان او دوئ بې‌عزتى کوى په ما پورې مدام.


اے خلقو، ترڅو به تاسو زما پاکه جامه ښيرنه کړئ؟ ترڅو پورې به تاسو فضولياتو سره مينه کړئ؟ ترڅو پورې به تاسو په دروغو پسې ګرځئ؟


چا له چې تا سزا ورکړه په هغوئ ظلم کوى، او ورله په زخمونو باندې مالګې دوړه وى.


دوئ وائى، ”خُدائ پاک ترې نه لاس اخستے دے نو ورپسې شئ او راټينګ يې کړئ. هيڅ څوک نشته چې هغۀ له خلاصون ورکړى.“


دا زما خادِم دے چا ته چې ما طاقت ورکړے دے او څوک چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. ما خپل روح په هغۀ سورے کړے دے، او هغه به غېرو قومونو ته اِنصاف رسوى.


د بنى اِسرائيل مقدس ذات او خلاصونکے هغه چا ته وائى چې د چا نه سخت نفرت شوے دے، د چا نه چې قومونو نفرت کړے دے چې دے د حکمرانانو خِدمت کوونکے دے، ”بادشاهان به تا وګورى او د عزت نه به درته پاڅيږى، شهزادګان به هم وګورى، او هغوئ به تا ته د عزت نه ټيټيږى. دا ځکه چې مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکے خوښ کړے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات خپلې وعدې پوره کوى.“


خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو.


زۀ د خپلو خلقو د خندا ذريعه شوم، ټوله ورځ ما ته پيغورونه کوى.


زۀ به د داؤد په اولاد او څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى د فضل او دُعا روح نازل کړم. هغوئ به ما ته ګورى، هغه چا ته چې دوئ په نېزه وهلے دے، او هغوئ به د هغۀ دپاره داسې ماتم وکړى لکه چې څوک په خپل ايکې يو ماشوم ماتم کوى، او ډېر سخت به خفه شى لکه د چا چې اولنے زوئ مړ شوے وى.


”دا زما خادِم دے چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. زۀ به خپل روح په هغۀ سورے کړم، او هغه به ټولو قومونو ته اِنصاف رسوى.


او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”دا زما خوږ زوئ دے چې زۀ ترې راضى يم.“


او فريسيان څوک چې په مال مئين وُو هغوئ چې دا خبرې واورېدلې نو په عيسىٰ پورې يې خندا وکړه.


پيلاطوس بيا مشران اِمامان، مشران او څۀ نور خلق راوبلل،


په هغه مجرمانو کښې يو چې ورسره په څنګ کښې راځوړند وو عيسىٰ ته پېغور ورکړو، ”ولې تۀ مسيح نۀ يې څۀ؟ نو بيا خپل ځان او مونږ هم بچ کړه.“


نو مسيح ته راشئ چې ژوندے کاڼے دے اګر کۀ بنى آدمو هغه رد کړے دے خو هغه غوره کړے شوے او د خُدائ پاک په نظر کښې قيمتى دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan