34 عيسىٰ وفرمائيل، ”پلاره، دوئ معاف کړه. ځکه چې هغوئ نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“ سپاهيانو د هغۀ په جامو خسڼے واچولو او په خپلو کښې يې وويشلې.
مونږ ته وفرمائيل، ”يوسف ته به داسې ووايئ چې، مونږ تا ته سوال کوُو چې ستا وروڼو کوم غلط کار او بد تا سره کړى دى، هغه معاف کړه.“ اوس درته دا سوال کوُو چې مونږ، ستا د پلار خُدائ پاک خِدمتګارانو چې کوم غلط کار کړے دے، هغه مونږ ته معاف کړه.“ چې کله دا پېغام يوسف ته مِلاو شو نو هغۀ وژړل.
هغوئ په خپلو کښې تقسيموى جامې زما په خپلو کښې خسڼے پرې وباسى په جامو زما.
نو زۀ به هغۀ له د عزت مقام ورکړم، او زۀ به د زورَورو سره مالِ غنيمت تقسيم کړم، ځکه چې هغۀ خپل ځان مرګ ته حواله کړو او هغه په باغيانو کښې حساب کړے شو. د ډېرو خلقو ګناه يې واخستله او د بدعملو د ګناه معافى يې وغوښتله.
په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې.
آو، پلاره، دا ستا رضا وه.
خو زۀ درته دا وايم چې د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ، او څوک چې تاسو زوروى د هغوئ دپاره دُعا کوئ،
بيا هغوئ هغه په سولۍ وخېژولو او هر يو د خپل حق معلومولو دپاره د هغۀ په جامو پچه واچوله او په خپلو کښې يې تقسيم کړې.
”اے پلاره، کۀ دا چرې ستا رضا وى نو دا پياله زما نه اخوا کړه. زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“
زۀ د دُنيا دپاره دُعا نۀ کوم خو د هغوئ دپاره دُعا کوم څوک چې تا ما ته په حواله کړى دى ځکه چې هغوئ ستا دى.
عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”ستا به په ما باندې هيڅ اختيار نۀ وے کۀ چرې دا د بره نه تا ته نۀ وے درکړے شوے. په دې وجه چا چې زۀ تا ته په حواله کړے يم، هغه د لوئ ګناه مجرم دے.“
خو پولوس تېزه چغه ورکړه چې، ”ځان ته نقصان مۀ رسوه ځکه چې مونږ ټول دلته يُو.“
او اوس زما وروڼو، ما ته پته ده چې تاسو او ستاسو مشرانو دا کار په ناپوهۍ کښې وکړو،
بيا هغه په ګوډو شو او په زوره يې چغې کړې، ”مالِکه، دوئ په دې ګناه مۀ نيسه.“ او د دې وينا نه وروستو يې ساه ورکړه.
څوک چې تاسو زوروى د هغوئ خير غواړئ، برکت يې غواړئ او ښيرى ورته مۀ کوئ.
نو د دې زمانې يو سردار هم په دې پوهه نۀ شو ځکه کۀ هغوئ پوهه شوى وے نو د جلال مالِک به يې په سولۍ کړے نۀ وو.
او مونږ په خپلو لاسونو خوارى کوُو. خلق په مونږ بد وائى، مونږ ورته دُعا کوُو، کله چې مو زوروى، مونږ يې زغمو،
اګر کۀ مخکښې زۀ کُفر غرونکے او عذاب ورکوونکے او ګستاخ سړے وم، خو په ما رحم وشو ځکه چې ما د بېايمانۍ په حالت او په ناپوهۍ کښې دا کارونه کړى وُو.
د بدو په بدل کښې چا سره بد مۀ کوئ او د کنځلو په بدل کښې چا ته کنځل مۀ کوئ، بلکې د دې په ځائ ورله برکت وغواړئ ځکه چې تاسو د دې دپاره رابللے شوى يئ چې د برکت وارثان شئ.