27 ډېر خلق ورپسې وُو چې په کښې ګڼې ښځې هم وې، چې ځانونه يې وهل او په هغۀ يې وير کولو.
ټول هډوکى خپل شمېرلے شم، دشمنان راته راګورى او په ما خوشحاليږى.
”مونږ درته شپيلۍ وغږوله او تاسو ګډ نۀ شوئ، مونږ درته ځان ووهلو او وير مو وکړو خو تاسو ونۀ ژړل.“
ډيرې ښځې هم هلته موجودې وې او د لرې نه يې تماشه کوله. هغوئ د ګليل نه په عيسىٰ پسې خِدمت ته راغلې وې.
يو څو ښځې هم هلته موجود وې چې د لرې نه يې تماشه کوله. په هغوئ کښې مريم مګدلينى، د کشر يعقوب چې يوسيس مور مريم چې سلومى وې.
عيسىٰ هغوئ ته مخ راواړولو او ورته يې وفرمائيل، ”اے د يروشلم لوڼو. ما پسې ژړا مۀ کوئ خو په خپل ځان او د خپل اولاد دپاره وير وکړئ.
کومې ښځې چې ورسره د ګليل نه راغلې وې هغوئ يوسف پسې وې او هغوئ قبر په نښه کړو او دا يې کتل چې د عيسىٰ لاش يې چرته ښخ کړو.
او يو څو ښځې وې څوک چې د پيريانو نه خلاصې شوې وې او د رنځونو نه جوړې شوې وې. په دوئ کښې مريم چې د مګدلينى په نوم يادېده د چا نه چې اووۀ پيريان شړلے شوى وُو،
هغوئ ټولو د هغې جينۍ دپاره ژړا انګولا کوله. خو هغۀ وفرمائيل چې، ”مۀ ژاړئ، هغه مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“
نو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو به ژاړئ او وير به کوئ خو دُنيا به خوشحاله وى. تاسو به په غم کښې ډوب يئ خو ستاسو غم به په خوشحالۍ بدل شى.