25 هغۀ هغه سړے آزاد کړو چې هغوئ غوښتو څوک چې د بغاوت او قتل په جرم کښې قېد شوے وو، او عيسىٰ يې د هغوئ مرضۍ ته وسپارلو.
بادشاه همان ته ووئيل، ”سپين زر ځان سره کړه او د خلقو سره هم هغسې وکړه څنګه چې دې زړۀ غواړى.“
نو هغۀ بيا برابا آزاد کړو او عيسىٰ يې په کوړو ووهلو او په سولۍ کولو له يې ورکړو.
نو پيلاطوس د خلقو د تسلۍ دپاره برابا آزاد کړو او عيسىٰ يې په کوړو ووهلو او په سولۍ کولو ته يې ورکړو.
او په دې وينا يې د هغۀ خلاف دعوىٰ شروع کړه، ”مونږ دا سړے وليدلو چې زمونږ د قوم خلق بېلارې کوى او قيصر ته د محصُول ورکولو نه خلق منع کوى او وائى چې زۀ مسيح بادشاه يم.“
نو پيلاطوس دا فېصله وکړه چې د هغوئ د خوښې کار دې وشى.
چې هغوئ عيسىٰ په سولۍ کولو له بوتلو نو شمعون کرينى نومې سړے يې راونيولو چې د کلى نه راتلو، سولۍ يې هغۀ ته په اوږه کړه او هغه يې عيسىٰ پسې روان کړو.
خو هغوئ اِصرار وکړو چې، ”د هغۀ تعليمات په ټوله يهوديه کښې خلق بلوه کوى. چې د ګليل نه راشروع شو او تر دې ښاره راورسېدو.“
خو په جواب کښې خلقو چغې کړلې، ”نه، دا سړے نه، خو برابا آزاد کړه.“ او برابا يو ډاکو وو.
بيا پيلاطوس عيسىٰ هغوئ ته د سولۍ کولو دپاره په حواله کړو. نو هغوئ عيسىٰ بوتلو.
خو تاسو يو مقدس او صادق سړے رد کړو او د دې په ځائ مو د يو قاتِل د خلاصولو دپاره زارى وکړه.
نو اوس هغه بادشاه دا دے چې تاسو خوښ کړے دے، تاسو هغه غوښتے وو او مالِک خُدائ تاسو له درکړو.