22 پيلاطوس په درېم ځل بيا هغوئ ته ووئيل، ”ولې؟ دۀ څۀ ګناه کړې ده؟ ما هغۀ کښې داسې څۀ جرم ونۀ ليدو چې د مرګ سزا ورکړم، ځکه زۀ به د کوړو سزا ورکړم او بيا به يې آزاد کړم.“
او ورته يې ووئيل، ”تاسو دا سړے ما ته د خلقو د بېلارې کولو په اِلزام کښې راوستے دے خو لکه چې تاسو ګورئ ما په خپله ستاسو په وړاندې د هغۀ نه معلومات وکړو او په هغۀ کښې مې هغه جرم ونۀ موندلو چې تاسو پرې د کوم دعوىٰ کړې ده.
نو زما په خيال د يو څو کوړو سزا تېرولو نه وروستو به يې پرېږدم.“
پيلاطوس هغوئ ته بيا مخاطب شو او دا يې غوښتل چې عيسىٰ آزاد کړى.
خو هغوئ چغې وهلې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ. دے په سولۍ راځوړند کړئ.“
خو هغوئ په ټينګه او په چغو ووئيل چې، ”دے دې په سولۍ کړے شى.“ او د هغوئ چغې ومنلے شوې.
نو بيا پيلاطوس مشرانو اِمامانو او حاضرو خلقو ته ووئيل چې، ”زۀ په دې سړى کښې هيڅ جرم نۀ وينم.“
بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بېداغه ګډُورى په شان قربان شو.
ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.