18 خو هغوئ ټولو په جمع شور جوړ کړو، ”دا سړے ختم کړه. مونږ ته برابا آزاد کړه.“
د اختر په موقع به هغۀ ته دا اجازت وو چې د هغوئ په وينا يو قېدى آزاد کړى.
برابا هغه څوک وو چې په ښار کښې د بغاوت او قتل په اِلزام کښې قېد کړے شوے وو.
خو پطروس د دروازې نه بهر ايسار شو. نو هغه بل مريد چې د مشر اِمام سره يې تعلق وو، واپس بهر راوتو او د هغه ښځې سره يې خبرې وکړې چې د دروازې چوکيداره وه او پطروس يې دننه راوستو.
د خلقو ګڼه ورپسې وه او دا چغې يې وهلې چې، ”دے مړ کړئ.“
تر دې خبرو پورې هغوئ هغۀ ته غوږ نيولے وو، خو بيا هغوئ چغې کړې، ”د داسې سړى مخ دې ورک شى، دا د پرېښودو قابل نۀ دے.“
خو تاسو يو مقدس او صادق سړے رد کړو او د دې په ځائ مو د يو قاتِل د خلاصولو دپاره زارى وکړه.