9 هغوئ تپوس وکړو چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“
عيسىٰ هغوئ ته بيا په مِثالونو کښې خبرې شروع کړې. ”يو سړى د انګورو باغ ولګولو او ګېرچاپېره يې دېوال ترې تاو کړو او په کښې يې د انګورو لنګرۍ ولګوله او د څوکيدارۍ دپاره يې په کښې يو برج جوړ کړو. او بيا يې زميندارانو ته په اجاره ورکړو او بل مُلک ته لاړو.
هغۀ جواب ورکړو چې، ”څنګه چې تاسو ښار ته ننوځئ نو تاسو به يو سړے ووينئ چې د اوبو منګے به وړى. هغه چې کوم کور ته ورننوځى نو هم هغه کور ته ورننوځئ.
نو عيسىٰ بيا پطروس او يوحنا د دې هداياتو سره ولېږل چې، ”لاړ شئ او زمونږ دپاره د فسح خوراک تيار کړئ چې وې خورو.“