8 نو عيسىٰ بيا پطروس او يوحنا د دې هداياتو سره ولېږل چې، ”لاړ شئ او زمونږ دپاره د فسح خوراک تيار کړئ چې وې خورو.“
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”په دې وخت هم داسې کول په کار دى ځکه چې مونږ له دغه شان د خُدائ پاک صداقت پوره کول مناسب دى.“ او بيا يحيىٰ دا ومنله.
دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بېعېبه منل.
هغوئ تپوس وکړو چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“
يوه ورځ ماسپښين درې بجې د عبادت په وخت پطروس او يوحنا د خُدائ کور ته تلل.
هغه وخت چې هغه خير مار پطروس او يوحنا کلک نيولى وُو نو ټول خلق په حېرانتيا او په منډه هغه ځائ ته راغلل چې ورته د سليمان ډيوډۍ وائى.
چې کله هغۀ پطروس او يوحنا د خُدائ کور ته په ننوتو وليدل نو خېرات يې ترې وغوښتو.
کله چې دوئ د پطروس او يوحنا زړۀ ورتيا وليدله او دا هم ورته معلومه شوه چې دوئ عام او بېعلمه خلق وُو، نو هغوئ حېران شول او وې پېژندل چې دا د عيسىٰ ملګرى وُو.
خو پطروس او يوحنا هغوئ ته په جواب کښې ووئيل، ”تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چې ولې د خُدائ پاک په نظر کښې دا خبره ټيک ده چې مونږ د هغۀ په ځائ ستاسو ومنو.
نو کله چې په يروشلم کښې رسولانو واورېدل چې سامريانو د خُدائ پاک کلام قبول کړو نو هغوئ پطروس او يوحنا هغوئ ته ورولېږل.
او کله چې يعقوب، پطروس او يوحنا چې د جماعت ستنې وې، هغوئ د هغه فضل نه خبر شول کوم چې ما ته راکړے شوے وو، نو هغوئ د ملګرتيا دپاره برنباس او ما ته ښے لاس راکړو. او مونږ متفِق شو چې مونږ به غېريهوديانو ته او هغوئ به يهوديانو ته د خِدمت دپاره لاړ شى.