7 بيا د پتيرې روټۍ ورځ راغله په کومه ورځ چې د فسح ګډورے قربانى کېدونکے وو.
د وړومبۍ مياشتې د څوارلسمې ورځې د ماښام نه واخله د يويشتمې ورځې تر ماښامه پورې، خمبيره شوې روټۍ مۀ خورئ.
نو د دې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام، د بنى اِسرائيلو ټول قوم به دا څاروى حلال کړى.
خو اوس د پتيرې روټۍ د اختر ورځ رانزدې شوې وه کومې ته چې د فسح اختر وئيلے شى.
نو هغه په دې کار رضا شو او بيا د داسې موقعې په تلاش کښې شو چې کله هغۀ سره نور خلق نۀ وى نو هغوئ ته به يې حواله کړى.
خپل ځان نه زړه خمبيره وباسئ، نو چې تاسو لکه د تازه پتيره اوړو په شان جوړ شئ ځکه چې په حقيقت کښې تاسو د خمبيره اوړو په شان نۀ يئ، نو تاسو پاک يئ، ځکه چې مسيح د فسح اختر ګډُورے، زمونږ دپاره قربان شوے دے.