67 هغوئ ووئيل، ”مونږ ته ووايه چې تۀ په رښتيا مسيح يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”کۀ زۀ درته وايم نو تاسو به په ما يقين ونۀ کړئ.
يرمياه ورته وفرمائيل، ”کۀ چرې زۀ تاسو ته رښتيا ووايم، نو تاسو به ما مړ کړئ. او کۀ چرې زۀ تاسو ته نصيحت وکړم، نو تاسو به ما ته غوږ ونۀ نيسئ.“
اِبراهيم جواب ورکړو، کۀ چرې هغوئ د موسىٰ او د نورو نبيانو خبرو ته غوږ نۀ ږدى نو کۀ څوک د قبر نه ورپاڅى هم نو هغوئ به پرې باور ونۀ کړى.“
او کۀ زۀ درنه تپوس وکړم نو تاسو به جواب رانۀ کړئ.
بيا مشر اِمام د عيسىٰ نه د هغۀ د مريدانو او د هغۀ د تعليم په حقله تپوس وکړو.
نو تۀ زما نه تپوسونه ولې کوې؟ هغوئ نه تپوس وکړه چا چې هغه اورېدلى دى څۀ چې ما هغوئ ته وئيلى دى، هغوئ ته پته ده چې ما څۀ وئيلى دى.“