Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 22:63 - Pakistani Yousafzai Pashto

63 کومو خلقو چې د عيسىٰ څوکيدارى کوله، هغوئ ورپورې ټوقې وکړلې او وې وهلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 22:63
23 Iomraidhean Croise  

زما خلاف يې د زمرو په شان خپلې خولې وازې کړې دى په غړمبار سره ما څيرى.


چې هغوئ په زړۀ کښې دا ونۀ وائى خپل، ”ګورئ هغه وشول څۀ چې مونږ غوښتل.“ او دوئ اوس نۀ شى وئيلے چې، ”دے مونږ‎ ژوندے تير کړو.“


د بنى اِسرائيل مقدس ذات او خلاصونکے هغه چا ته وائى چې د چا نه سخت نفرت شوے دے، د چا نه چې قومونو نفرت کړے دے چې دے د حکمرانانو خِدمت کوونکے دے، ”بادشاهان به تا وګورى او د عزت نه به درته پاڅيږى، شهزادګان به هم وګورى، او هغوئ به تا ته د عزت نه ټيټيږى. دا ځکه چې مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکے خوښ کړے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات خپلې وعدې پوره کوى.“


خو کله چې يې هغه وليدو نو ډېر خلق حېران شول، د هغۀ شکل صورت داسې خراب وو چې هغه د نورو انسانانو په شان نۀ ښکارېدو.


خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو.


خپل فوج راغونډ کړه، اے د فوجيانو ښاريې، ځکه چې زمونږ خلاف محاصره شوې ده. هغوئ به د اِسرائيل مشر په چوکې سره په مخ ووهى.


نو هغه بهر ووتو او په چغو چغو يې وژړل.


بيا مشر اِمام د عيسىٰ نه د هغۀ د مريدانو او د هغۀ د تعليم په حقله تپوس وکړو.


کله چې عيسىٰ دا وفرمائيل نو يو محافظ چې د هغۀ په خوا کښې ولاړ وو عيسىٰ ته يې په مخ څپېړه ورکړه او وې وئيل، ”مشر اِمام ته څوک داسې جواب ورکوى څۀ؟“


او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بې‌عزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.


نۀ هغۀ د کنځلو په بدل کښې کنځل کول او نۀ يې په مصيبتونو زغملو چا ته دهمکى ورکوله بلکې هغۀ خپل ځان رښتونى اِنصاف کوونکى ته وسپارلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan