56 نو بيا يوې وينځې چې د اور په رڼا کښې هغه وليدو نو ورته يې نېغ وکتل او وې وئيل، ”دا سړے خو هم ورسره وو.“
نو په دې دوران کښې پطروس بهر په صحن کښې ناست وو چې يوه وينځه ورغله او ورته يې ووئيل، ”تۀ خو هم د عيسىٰ ګليلى سره وې.“
کله چې ماښام شو نو هغه د دولسو مريدانو سره راغلو.
خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”دا پرېږدئ، تاسو دا ښځه ولې تنګوئ؟ هغې زما ډېر ښۀ خِدمت وکړو.
عيسىٰ بيا د هغۀ په سترګو لاسونه کېښودل او د هغۀ سترګې يې کولاو کړې، نو د هغۀ نظر ټيک شو او هر څۀ يې صفا وليدل.
کله چې هغوئ د صحن په مينځ کښې اور بل کړو او ګېرچاپېره ترې کښېناستل نو پطروس هم د هغوئ په مينځ کښې کښېناستو.
خو پطروس د دې نه اِنکار وکړو. هغۀ ووئيل، ”اے ښځې، زۀ يې څۀ پېژنم؟“
ښځې پطروس ته ووئيل، ”آيا تۀ هم د دې سړى مريد نۀ يې څۀ؟“ پطروس ووئيل چې، ”نه، زۀ نۀ يم.“